سه شنبه ۲۷ سلواغه ۱۳۹۹
په بنجشیر کې د ملي پراختیا شرکت د څو ټولګټو پروژو له ډلې څخه یو هم جامع جومات دی، چې ودانیز کارونه به یې په نېږدې وخت کې بشپړې شي.
یاد جومات د پنجشیر په بازارک کې په ۱۶۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت سره په دو پوړونو کې جوړېږي.
د جامع جومات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي.
د یادونې وړ ده چې په پنجشیر کې له یاد جومات سربېره په یو ټولنیز سالون او د ولسوالیو په مرکزونو کې په شپږو جوماتونو هم ودانیز کارونه روان دي.
همداراز په پیشغوري ولسوالۍ کې د پنځو جوماتو او په روغتون د دو انتظار خونو ودانیز کارونه څه موده مخکې پشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.