دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰
د ننګرهار وادي کرنیز ریاست مسؤلینو دعبدالخېلو بلاک کې د غنمو د تریشل له چارو څخه د لیدنې پرمهال ددې ولایت بزګرانوته د اصلاح شوو تخمونو د تولید خبر ورکوي او وایي چې تېر کال اصلاح شوي تخمونه د کرنې او اوبولګولو وزارت په همکارۍ له کندز ولايت څخه ختیځ ته راوړل کېدل، په داسې حال کې چې اوس ننګرهار وادي کرنيز رياست دغه تشه ډکوي او نور به د ختيځ زون لپاره په پوره اندازه اصلاح شوي تخمونه په خپله تولید او بزګرانو ته په واک کې ورکړي، چې دغه چاره په ختیځ زون کې دځان بساینې په لورغټ ګام ده .
دننګرهار وادي کرنیز ریاست رییس محمد بصیر حقیار وایي دوی د ننګرهار وادي کرنيز رياست د اصلاح شوو تخمونو د کر لپاره د هډې فارم عبدالخېلو بلاك کې ۴۷۶ جریبه ځمکه د یو پروتوکول له مخې ودان کرنیزشرکت ته ورکړې، چي ۵۱ سلنه د ننګرهار وادي کرنیز ریاست او ۴۹ سلنه به یې یاد شرکت اخلي
دغه راز د ننګرهار کرنیز ریاست مسؤلینو د ودان کرنیز شرکت له مسؤل او د عبدالخېلو سیمې له مشرانو سره د غنمو د کرکیلې او په مناسب او خوندي ځای کې د اصلاح شوو تخمونو د ځای پرځای کیدوسپارښتنه وکړه.