شنبه ۹ زمری ۱۴۰۰
د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ کې دسعد بن ابي وقاص (رض) جامع جومات د جوړیدو چارې چې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، ګړندۍ پرمخ روانې دي.
دغه جومات په ۹۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو سره، د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۴۵۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت ولري.
داپه داسې حال کې ده چې ددې ولایت په بیلابیلو ولسوالیوکې هم د ورته جوماتونو دجوړیدو چارې دملي پراختیا شرکت له لوري روانې دي چې یوشمیر یې د ګټې اخیستنې په درشل کې دي.