په سمنګان ولایت کې د رستم تخت چې هیواد کې یو له تاریخي اثارو بلل کيږي او د ايبک ښار د سوېل په درې کيلومترۍ کې موقعيت لري او د یوې غونډۍ په سر کې له تراشل شوې تيږې څخه جوړ شوی او دوه دهلیزونه لري، د ملي پراختیا شرکت لخوا بیارغول کیږي.
رستم تخت لرغونې سیمه، چې د طبیعي پېښو له امله د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د څه کم ۳۸میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت د افغاني ساختماني ریاست لخوا، چې ۹۴۰۰۴۴ متر مربع مساحت ځمکه په ځان کې رانغاړي بیارغول کیږي او تر څنګ ېې، ساحوي دفتر، تشنابونه او نورې اړینې برخې هم ودانیږي.
دمګړۍ ددې لرغونې تحت او شاوخوا سیمې په پاک کارۍ او د احاطوي دیوال په جوړولو کارونه روان دي او تمه ده چې په شاوخوا یونیم کال کې ورغول شي.
د سمنګان ولايت رستم تخت ډبرينه استوپه چې د لرغون پوهانو په وینا د کوشانيانو له دورې سره تړاو لري او د هغه زمانې له مشهورو او عجيبو معماريو څخه ګڼل کېږي؛ په داسې حال کې بیارغول کیږي چې د کال په لومړيو ورځو کې د دې ولایت او نورو ولايتونو څخه زرګونه کسان له دې تفريحي او تاریخي ځاىه ليدنه کوي.