چهارشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت شواک ولسوالۍ کې د یو جامع جومات جوړیدو د بنسټ ډبره دولسوال، قومي مشرانو اوساحوي انجنیرانو له لوري د یولړ مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه .
دغه جومات چې له ټولو اړینو ملحقاتو سره په دوه پوړونو کې جوړ یږي په یو وخت کې به د ۵۳۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفیت ولري.
یاد جومات د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي.
د یادونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري پکتیا ولایت کې لسګونه بیلابیلې عام المنفعه پروژې تر کارلاندې دي او یو شمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.