سه شنبه ۵ کب ۱۳۹۹
په غزني د الجهاد جومات چې د اعلی حضرت محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې جوړ شوی وه، د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال پرې د الجهاد نوم پرې کېښودل شو.
ولسمشر محمد اشرف غني غزنې ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې یا جومات به په اساسي ډول ورغول شي. له ژمنې سره سم د الجهاد جومات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا د ملي پراختیا عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ پیل شو.
الجهاد جومات په درېیو پوړونو کې د ۶۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت سره ودان شوی چی کارونه یی مخ په بشپړېدو دي.
همداراز د غزني په لسو ولسوالیو کې د لسو جوماتونو ودانیز کارونه هم روان دي، چې ډېر ژړ به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ملي پراختیا شرکت په هېواد کې د سترو ملي پروژه تطبیق تر څنګ، په هېواد کې د ۳۸۴ جوماتونو ودانیز کارونه هم روان کړي.