پنجشنبه ۲ سلواغه ۱۳۹۹
په غزني ولایت کې د یو باب سل بستره روغتون د جوړولو عملي کارونه چې د تیر کال په غبرګولي میاشت کې پیل شوي وو، اوس مهال پکې شاوخوا ۵۵ سلنه پرمختګ شوی.
دا روغتون چې مالي لګښت ېې د عامی روغتیا وزارت لخوا ورکړل شوی، ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت اړوند د کور جوړونې ودانیز شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي.
یاد شوی روغتون په ۱۶جریبه ځمکه او په څلور بلاکونو کې د ټولو امکاناتو په درلودو سره ودانیږي، چې دوه بلاکونه ېې دوه پوړیز او دوه نوریې یو پوړیز دي.