یکشنبه ۱۴ مرغومې ۱۳۹۹
د فاریاب ولایت مرکز میمنه کې په یو باب لوی جومات، چې په دوه پوړیز شکل په پاخه او اساسي شکل جوړیږي ودانیز کارونه روان دي.
دا جومات چې په یو وخت کې به د ۲۰۰۰تنو لمونځ کوونکو د ځائیدو ظرفیت ولري، عملي او تخنیکي کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي.
یاد جومات د جمهوري ریاست د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ ودانیږي او دا مهال ېې په لمړي او دوهم پوړ کې په بیلابیلو ودانیزو برخو کارونه روان دي او تمه ده په راتلونکو څو میاشتو کې ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.