دوشنبه ۱۸ زمری ۱۴۰۰
په لوګر ولایت کې د یو باب سړې خونې د جوړولو په چارو کې چې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي پرمختګ شوی دی.
دغه سړه خونه د محمد آغې ولسوالۍ اړوند سیمه کې جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۱۵ زره ټنه کرنیزو حاصلاتو د ځاییدو وړتیا ولري.
ددې سړنې خونې مالي لګښت د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي.
ددې سړې خونې د جوړیدو چارې په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د لوګر په مرکز پل علم کې هم د یوې معیاري سړې خونې دجوړيدو چارې پیل شي.