د میدان وردګو ولایت د مرکز میدانښار په کوټه عشرو سیمه کې د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو، میدان وردګو ولایت ځایي مسؤلینو، میدان وردګو ولایت دیني علماوو او ولسونو له لوري د هېواد په کچه د ډبرو د سکارو د مارکېټ د جوړولو چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې.
غونډې ته د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل وویل: د ا.ا.ا د هېواد آبادۍ او اقتصادي ودې ته ژمن دی او په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري. نوموړي زیاته کړه، ملي پراختیا شرکت د هېواد د کانونو معیاري استخراج ته ژمن دی او همدارنګه یې د میدان ښار له ولسونو د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستیال ریاض الدین شریفي وویل: ملي پراختیا شرکت د لومړي ځل لپاره د بلخاب کاني حوزې د ډبرو سکارو لپاره یو معیاري او په نړیوالو سټنډرډونو برابر مارکېټ جوړوي، چې له دې مارکېټ څخه به د هېواد دننه او بهر د ډبرو سکاره لېږدول کېږي.
د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ ولسونو ته د دغې لویې پروژې د پرانېستلو د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه: په دغه پروژه او مارکېټ کې نه یوازې د میدان وردګو ولایت خلکو ته بلکې د هېواد په کچه به خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي او هم یې له خپل اړخه ملي پراختیا شرکت ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د میدان ښار د ولسونو په استارولۍ حاجي رېښتین خبرې وکړې او له دې پروژې یې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د ولسونو په استازولۍ د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ دی، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکارو کاني حوزه د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوه، ترڅو له ترلاسه کېدونکو عوایدو څخه یې د هېواد سترې ملي پروژې په ځانګړي ډول د قوش تېپې کانال ستره پروژه پلې شي.