دوشنبه ۲۴ وږی ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي سره د لیدنې ترڅنګ، هلته ددې شرکت تر کار لاندې پروژو څخه هم لیدنه وکړه.
د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي مشر سره په دې سفر کې، ددې شرکت د بنايي څانګې مشر احمد جاوید اخلاص او د ملکیتونو رییس رفیع الله عزیزي او یو شمیر نورو مسئولینو هم ملتیا کوله، د ننګرهار له والي سره ېې لیدنه وکړه او دې ولایت کې ېې د شرکت لخوا د پلې کیدونکو پروژو په تړاو بحث او خبرې وکړې.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د ودانیزو او رغنیزو چارو په برخه کې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ کړنې د قدر وړ یادې کړي او له ښاغلي عطاش څخه ېې غوښتنه وکړه، څو په ژمني موسم کې د جلال اباد د شاهي مانۍ، سپین جومات، شپږ سوه بستریز روغتون او ځينو نورو پیل شوو پروژو د چارو د ګړندیتوب لارښوونه وکړي او همدا راز ېې د یو شمېر نورو پروژو په تړاو هم خبرې وکړې.
د هېواد د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش والي ته د پروژ په چارو کې د چټکتیا، کیفیت او روڼتیا د ډاډ ترڅنک وویل: چې د ننګرهار او ننګرهار کانال د لا پراختیا لپاره د ماهیانو په فارمونو، دوه سوه شنو خونو، مالدارۍ او مرغدارۍ په څیر ډير شمیر برخو عملي چارې پیل شوي دي.
همداراز ښاغلي عطاش او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت کې د جلال اباد شاهي ماڼۍ، سپین جومات، شپږسوه بستریز روغتون د کاري بهیر ترڅنګ، ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د ترکاڼۍ له فابریکې او یوشمیر نورو پروژو څخه هم له نږدې لیدنه وکړه؛ د پروژو ځايي مسئولینو ته ېې د ودانیزو معیارونو پام کې نیولو سره د چارو د چټکتیا لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د ټول هیواد په کچه د کاري کیفیت، چټکتیا او معیارونو په پام کې نیولو سره د ملي پراختیا شرکت لخوا په لسهاوو پروژو ودانیزې چارې روانې دي او په لسهاوو ملي او ټولګټو پروژو به هم ډير ژر کارونه پیل شي.