سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په لارښوونه او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) د مسئولینو په هڅو، د کانال درېيم فارم کې په ۴۳ هکتاره ځمکه د ستروسو نوي باغونه جوړ چې شاوخوا ۱۴زره د مالټو نیالګي پکې کینول شوي دي.
له یوې خوا د نوو باغونو پراختیا او له بل پلوه شته بڼو ته پاملرنې، د ستروسو په میوې د هیواد ځان بسیاینې هیلې پیاوړې کړي او له همدې امله سږ کال به د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له درېيم فارم څخه شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه ستروس (مالټې) ترلاسه شي.
همداراز د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ په دې هڅه کې ده چې په معیاري توګه د ودانیزو چارو سر ته رسولو ترڅنګ، ننګرهار ولایت کې ددې شرکت اړوند ځمکو څخه د ښې او ګټورې استفادې په موخه، خپل لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه په ښه شان سره پلي کړي، چې له یوې خوا به په کرونیزو محصولاتو په پردیو اتکا کمه کړي او له بل اړخه به خلکو ته د کاري بوختیا پیدا کولو لامل شي.