یکشنبه ۱۶ وږی ۱۳۹۹
له کله نه چې د ننګرهار وادی کرنیز شرکت مسئولیت د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی د رهبرۍ او مسئولینو د ښې پاملرنې له امله ېې ټولې تولیدي او کرنیزې برخې د پراختیا په خوا روانې دي، چې یو له هغو څخه د خُرماوو بڼونه او حاصلات دي.
لکه څنګ چې اټکل کیده سږکال به د تیر کال په پرتله د ننګرهار کانال اړوند د خُرما بڼو حاصلات څو چنده زیات وي همداسې وشول او دا کال له دې بڼ څخه کابو ۷ټنه خُرما راټوله شوه.
د ننګرهار وادی کرنیز شرکت مشر عبدالقهار حیدري د کرنيزو پلانونو او اسانتياوو د برابرولو ترڅنګ، ثمر ته د تازه بوټو رسیدل او د کاري ټیم هڅې هغه لاملونه بولي چې د خرماوو د حاصلاتو په زياتوالي ېې ښه اغیز کړې.
همداراز ښاغلی حیدري زیری ورکوي ننګرهار ولایت کې د خرماوو ښه حاصل ته په کتو، پلان لري چې راتلونکی کال په ۱۸۰جریبه ځمکه کې د خرما لس زره تازه نیالګي کینوي چې په دې سره به له یوې خوا په هیواد کې د خرماوو حاصلات لوړ شي او له بل پلوه به خلکو ته د دایمي او لنډ مهالي کار زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده چې تیرکال له دې بڼ څخه ۷۰۰ کیلو خرما راټوله شوې وه او دا بڼ شاوخوا لس کاله وړاندې د وادې کرنيز شرکت له لوري د هډې فارم د دويم بلاک په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شو چې دمګړۍ ۲۷۰۰ ونې لري.