ننګرهار پوهنتون کې د ملي پراختیا شرکت له خوا د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې په مالي لګښت د نجونو لپاره د یوې لیلیې ودانیز کارونه په بشپړېدو دی.
دا لیلیه له ۶۰۰۰ متر مربع څخه په زیاته ځمکه کې د ۱۰۰۰ تنو په ظرفیت له تهکوي سره په شپږو پوړونو کې جوړېږي.
همداراز د هېواد په څو ولایتونو کې د ۱۷ لیلیو ودانیز کارونه روان دي, چې په پرانیستو سره یې د محصلینو ستونزې به حل شي.