شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰
د نیمروز ولایت د ابو داود سجستاني جامع جومات د ددې ولایت والي زمریالي احدي، ولایتي شورا غړو، حج او اوقافو رییس او د ملي پراختیا شرکت بنایی ودانیز ریاست د چارواکو په کډون ددې ولایت مرکز زرنج ښارکې پرانیستل شو.
هغه غونډه چې په همدې موخه په دې ولایت کې جوړه شوي وه د نیمروز والي زمریالي احدي په کې د وینا پرمهال د ملي پراختیا شرکت څخه دمننې ترڅنګ وویل” جومات زموږ د خلکو د اتفاق، اتحاد او یووالي نښه ده”.
وروسته د بنايي وادنیز ریاست ولایتي مسؤل عبدالمالک صدیقي د پروژو د ښه کیفیت او ټولو معیارونو سره د برابر والي په اړه د پوره ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل” د ملي پراختیا شرکت او بنايي وادنیز ریاست د پروژو په تطبیق کې کیفیت، وخت او مناسبه بیه تل په پام کې نیولې اوټول هیواد کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي”.
دغه جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري په دوو پوړونو کې جوړ شوی چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکړل شوی چې په یو وخت کې د ۳ زره لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا لري.
د یادونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د کانالونو جوړولو ترڅنګ ددې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د جوماتونو په جوړولو هم کار جریان لري چې ډیرې ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.