یکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰
د هرات ولایت جامع جومات چې د هرات ښار په ۱۱ ناحیه کې موقعیت لري په دوه پوړونو کې پر ۱۶۰۰ مربع مترمساحت ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.
دغه جومات په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو دځایدو ظرفیت لري، چې د جوړیدو مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي او رغنیزې چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند د بنایي ریاست له لوري بشپړیږي.
د یا دونې وړ ده چې په هرات ولایت کې ددې جامع جومات ترڅنګ یوشمیر نورې پروژې هم دملي پراختیا شرکت له لوري ترکارلاندې دي، چې په بیلا بیلو ولسوالیوکې د یوشمیر جوماتونو جوړول، دټولنیزوغونډو سالون، دمحصلینو لیلیه، د تاریخي ګدامونو مرمت او یو شمیر نورو تاریخي ځایونو رغولو څخه یې یا دونه کولی شو.