یکشنبه ۲۱ مرغومې ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د څو نورو ولایتونو په څير، هلمند ولایت کې هم د کویډ ۱۹(کرونا) سل بستره روغتون ودانیز کارونه پرمخ وړي.
دا روغتون چې د آسیا پراختیايي بانک (ADB) په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا د وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې جوړیږي او له کرونا ویروس سره د مبارزې او درملنې په موخه به په عصري روغتیايي وسایلو سمبال شي، په څو میاشتو کې به ېې ودانیز کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
له دې سره یوځای په زابل، ارزګان،غور، پکتیا، دایکندي، سمنګان، بلخ او فاریاب ولایتونو کې هم د ملي پراختیا شرکت لخوا په یو یو باب روغتونو ودانیز کارونه روانې دي چې هر یو به ېې بیلابیلې روغتیايي، تشخیصیه او اړتیا وړ څانګې ولري.