چهارشنبه ۲۴ مرغومې ۱۳۹۹
هلمند ولایت کې د تاریخي یخچال چې په تنور سره شهرت لري او د بیاروغونې او ترمیم کارونه ېې د روان کال زمري میاشتې په لمړیو کې پیل شوې؛ دامهال پکې له ۵۳ سلنې څخه ډیر پرمختګ شوی.
د دې پروژې د پلې کیدو د چارو مسئولیت د ملي پراختیا شرکت، افغاني ودانیزه تصدۍ په غاړه لري او مالي لګښت ېې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا ورکول کیږي.
د تنور لرغونې آبده چې د یخو څښاک اوبو د ساتلو او استفادې په موخه جوړه شوې وه، تاریخي لرغونتیا ېې د انوشیروان عادل دورې پورې رسیږي.