۱۴ غویی۱۴۰۰
د کابل ولایت ۱۲ ناحیې اړوند څرخي پله سیمه کې د جنت ګل خان د نسایي ولادي روغتون د جوړیدو چارې پیل شوې.
یاد روغتون چې په ملي ستندرد برابر او په ټولو اړینو وسایلو به سمبال وي، پر ۳۱۰۱ مربع متره مساحت ځمکه کې په درېو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه جوړیږي؛ د دوو جلا برخو (ایمرجنسي او بستري) په درلودو سره به ۳۰ بستره او نورې اړوند روغتیايي څانګې ولري، چې اوسمهال یې د کیندنې کارونه پیل او په چټکې پرمخ روان دي.
دغه نسایي ولادي روغتون چې یوه ټولګټه پروژه ده، په جوړیدو سره به یې د سیمې د سلګونه اوسیدونکو روغتیايي ستونزې حل شي.
دیاد روغتون ټول مالي لګښت چې ( ۲۳۸،۲۴۳،۰۰۰) افغانۍ اټکل شوی، د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي او ودانیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت اړوند د افغاني ودانیز شرکت لخوا پلې، چې د ۲۶ کاري میاشتو په اوږدو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.