سه شنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۹
د هیواد په کچه د معیاري روغتیايي چوپړتیاوو د برابرولو په موخه، په کونړ ولایت په یو باب ۲۰۰ بستره روغتون ودانیزې چارې روانې دي.
ددې روغتون ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت لخوا پلې کیږي.
یاد روغتون چې په دریو پوړونو کې ودانیږي او د بنسټ ډبره ېې ولسمشر محمد اشرف غني لخوا کنړ ولایت ته د سفر پرمهال ایښودل شوې وه، د درملنې په موخه به په عصري روغتیايي وسایلو او ټولو امکاناتو سمبال وي.