پنجشنبه ۹ غویی ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت پوهنتون کې د محصلینو د اوسیدو ستونزې د حل په موخه په دوه بابه معیاري لیلېو ودانیزې چارې روانې دي چې تمه ده چارې ېې دیر ژر بشپړې شي.
دا لیلېې چې د نړیوالو استندردونو مطابق په ۶۶۰۰ متر مربع ځمکه کې په پنځو پوړونو کې په عصري او اساسي شکل د افغان انجنیرانو او کارګرو پرمټ جوړیږي، هره یوه د ۱۰۰۰ تنو محصلینو د ځاییدو وړتیا لري.
په هره لیلیه کې د محصلینو لپاره د خوب ۱۲۸ عصري او تجهیز شوې خونې، کنفرانس خونه، جومات، د روغتیايي چوپړتیاوو عاجله خونه، اداري او د معلوماتي تکنالوژۍ دفترونه، د وسایلو ډیپوګانې، خوړنتون، مجهز پخلنځی، د معلوماتو او کنټرول خونه، تشنابونه او نورې اړینې آسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
دې پروژې د پلې کیدو د چارو مسئولیت د ملي پراختیا شرکت، بنایی ودانیزه ریاست په غاړه لري او مالي لګښت ېې د جمهوری ریاست عملیاتی اداری لخوا ورکول کیږي.