سه شنبه ۳۱ وری ۱۴۰۰
پکتیا ولایت کې د محمدي په نوم د یو باب دوه پوړیز لوی جومات ودانیزې چارې چې ددې ولایت د ګردیز ښار په لمړۍ ناحیه کې جوړشوی په بشپړېدو دی.
یاد جومات چې په ۱۶۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې په پاخه او اساسي توګه جوړیږي او په یو وخت کې به د ۲۰۰۰تنو لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري.
دا جومات چې د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې د نورو پروژ په څير ېې ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنایی ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي په پرانیستل کیدو سره به ېې د یادې او شاوخوا سیمې اوسیدونکي او هټۍ وال د پنځه وخته لمونځونو او دیني زدکړو او نورو دیني مناسبتونو پرمهال ګټه پورته کړي.