دوشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰
پکتیا ولایت کې د ورزشي جمنازیوم د جوړیدو چارې بشپړې شوې او ټا کل شوې چې ډیر ژرګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه جمنازیم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل شوي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکړل شوی، چې دجوړیدو چارې یې بشپړې او دپرانیستو په درشل کې ده.
یاد جمنازیم چې په څه دپاسه ۲۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړشوی په يو وخت کې ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت د جوماتونو، روغتونونو، اوبو کانالونواو نورو بیلابیلو رغنیزو پروژو ترڅنګ د ورزشي جمنازیمونو جوړلو ته هم پوره پاملرنه کړې.