چهارشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۰
تیره ورځ په پکتیا ولایت کې د کرونا ۵۰ بستریز روغتون چې د ملي پراختیا شرکت اړوند د کور جوړونې ریاست له لوري جوړ شوی د یوې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د پکتیا والي، ولایتي شورا غړو، ګڼ شمير قومي مشرانو، روغتیا پالانو او ځوانانو برخه اخیستې وه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه روغتون بیلابیلې څانګې لکه: پرعصري وسایلو سمبال عملیات خونه، بیړنۍ څانګه، لابراتوار، اکسرې، د وینې بانک، درملتون او د ښځینه او نارینه جلاجلا بستر خونې لري، چې مالي لګښت یې د آسیایي پرمختیایي بانک (ADB) له لوري ورکړل شوی.
دپرانیستې په مراسمو کې د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینوڅخه مننه وکړه، چې د یاد روغتون چارې یې په لوړ کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړې کړې.
د یادونې وړ ده چې د کرونا د یو بل سل بستریز روغتون چارې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته و سپارل شي.