شنبه ۲۶ تله ۱۳۹۹
په هیواد کې ښوونې او روزنې اهمیت ته په کتو او د زده کړو لپاره د زمینې برابرولو په موخه پکتیکا ولایت کې دوه بابه ښوونځي د ودانیزو چارو له بشپړیدو سره ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
دا اته صنفي ښوونځي چې ودانیزې چارې ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي شرکت لخوا پرمخ وړل شوي، په مرکز ښرنه او ارګون ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار۸صفنه ښځینه ښوونځی په مقرب خیلو او د ارګون ولسوالۍ اته صنفي ښوونځی ضرابي سیمه کې جوړ شوی او کوښښ کیږي دوه بابه نور ښوونځي چې یادو سیمو کې پرې کارونه روان دي هم ډير ژر بشپړ او د زدکړو لپاره د ولس چوپړ ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې په پکتیکا ولایت کې د یادو ښوونځيو له جوړولو سربیره په ځینو نورو ودانیزو پروژو هم د ملي پراختیا شرکت لخوا کارونه روان دي.