دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
دا بند چې کار پرانیسته ېې د ملي پراختیا شرکت د عمومي اجرایوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رئیس انجنیر خان محمد تکل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رییس شمیم خان کټوازي، پکتیکا د والي مجیب الرحمن څمکني، د ملي شورا استازې خالد اسد او یو شمیر لوړ پوړو ولایتي مسئولینو لخوا وشوه؛ په جوړیدو سره به ېې هلته د موسمي اوبو د بیځایه تلو د مخنیوی ترڅنګ، په سلهاوو هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د اوبو زیرمه کولو دا بند چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا ډیزاین او مالي لګښت ېې هم دا اداره ورکوي، ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي.
د پلتوني په نوم دا بند چې ۳۰متره لوړوالی، ۲۴۷ متره اوږدوالی او ۱۳۴ متره پلنوالی به ولري، د پکتیکا مرکز ښرنې ښار په ۱۲ کیلو مترۍ کې، د کرهنې او د ځکمو خړوبولو لپاره د موسمي اوبو د زیرمه کولو په موخه جوړیږي.
دا بند چې د ۱۵.۸ میلیون مترمکعب اوبو زیرمه کولو ظرفیت به ولري او له جوړیدو وروسته به شاوخوا ۵۵۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي، شاوخوا ۲۵۰ تنو ته به کاري بوختیا او ودانیزې چارې به ېې شاوخوا درې کاله وخت ونیسي.