سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰
پکتیکا ولایت کې د پلتوني اوبو زیرمې کولو بند د جیو تکنیکل ۱۱ تحقیقاتی څاګانو د کیندلو چارې بشپړې او سمپلونه یې د څیړنې په موخه لابراتوار ته ولیږل شول،چې ترڅیړنې وروسته به یې رغنیزې چارې ډیر ژرپیل شي.
دا بند د ملي پراختیا شرکت هلمند ودانیز ریاست له لوري د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په مالي لګښت جوړیږي.
د پلتوني په نوم دغه بند چې ۳۰ متره لوړوالی، ۲۶۰ متره اوږدوالی او ۱۱۲ متره پلنوالی به ولري، د پکتیکا مرکز ښرنې ښار په ۱۲ کیلو مترۍ کې د موسمي اوبو د زیرمې کولو، کرهنې پراختیا او ځکمو خړو بولو په موخه جوړیږي.
دغه بند چې د ۸.۶ میلیون مترمکعب اوبو زیرمې کولو ظرفیت لري او له جوړیدو وروسته به شاوخوا ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي او د جوړولو چارې به ېې شاوخوا درې کاله وخت ونیسي.