سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰
د چګني کلا چې د نیمروز ولایت لرغوني تاریخ ښکارندویي کوي د بیارغونې او ترمیم چارې یې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي، چې مالي لګښت یې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لخوا ور کول کیږي.
ددې تاریخي آبدې د پروژې مساحت شاوخوا ۱۹۲۴ مترمربع ده چې دوه پوړونه، ۲۶ خونې، یوه سراچه، یوعمومي دهلیز، یو برج او همدارنګه څلور عصري تشنابونه لري.
ددې پروژې د رغیدو چارې شاوخوا ۶۵ سلنه پرمخ تللي او اوسمهال یې د خونو ګچ کول، ایزوګام، د دویم پوړد ګنبدو کاه ګل، خښتو پوښل، نجاري او برقي چارو باندې یې عملي کار جریان لري.
دغه تاریخي کلا د ملک قطب الدین کیاني پورې اړوند ده، چې نوموړی په ۱۳۸۶ میلادي کال کې د تیمور لنګ لخوا اسیر او سمرقند ته ولیږل شو.