سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د نیمروز ولایت پوهنتون کې په یو باب لیلېې ودانیز کارونه روان دي چې د ۱۰۰۰تنو محصلینو د ځاییدو وړتیا لري او تمه ده تر څو راتلونکو میاشتو ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا پروژه چې دامهال ېې په ودانیزو چارو کې ۵۴سلنه پرمختګ شوی، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پلې او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي.
په تحصیلي مکانونو کې د داشان پروژو پلې کول چې هیواد کې د معیاري زدکړو په لور اړین ګام بلل کیږي، کولی شي د نیمروز ولایت پوهنتون کې د لیلیه زدکړالیانو د اوسیدو ستونزې هم حل کړي.