یکشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۰
کابل پوهنتون کې دوه بابه لیلې چې هریوه یې د ۱۰۰۰ تنه محصلینو دځایدو ظرفیت لري دجوړیدو چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتودي.
دغه لیلې چې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت او دملي پراختیا شرکت دبنایي ودانیز رایاست له لوري جوړې شوي، ۲۶ دخوب خونې، ۲ روغتیایي مرکزونه، جومات، خوړنځای، دلوبو صالون،اداري او معلوماتي څانګه،دکنفرانس اطاق، پخلنځی او معیاري تشنابونه لري.
دا لیلې په ۱۴۰۰ مربع متر مساحت ځمکه کې، له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې جوړې شوي دي.
دیادونې وړده چې اوسمهال د هیواد په څو ولایتونوکې د ۱۷ بابه نورولیلیو د جوړیدو چارې هم روانې دي، چې ډیری یې ګټې اخیستنې ته چمتو دي او په پرانیستو سره به یې د محصلینو د اوسیدو ځایونو ستونزې هوارې شي.