یکشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۰
څرنګه چې د وخت په تیریدو سره پلازمینه کابل کې د یوشمیر روغتونو نو و دانۍ او ځینې نورې برخې زیانمنې شوي، خلکو ته دغوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه بیا رغول کیږي.
دغه روغتونونه چې شمیر یې ۲۱ ته رسیږي لکه: نور، شیخ زاید، معلولین، جمهوریت، ابن سیناعاجل، ابن سینا صدری، دخیرخانې ۱۰۲ بستریز، ستوماتولوژي، رابعه بلخي، انتاني، وزیر محمد اکبر خان، پولي کلینیک، اتاترک، جناح، ملالۍ، صحت رواني، صحت طفل، استقلال، دبرچي ۱۰۰ بستریز، افغان- جاپان او د برچي ۵۰ بستریز روغتونونه په کې شامل دي، چې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ جوړیږي او رغنیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت اړوند دافغاني ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي.
دغه ودانیز فعالیتونه چې اوسمهال په یادو روغتونو کې پيل شوي د پلستر کارۍ، کاشي کاري، رنګمالي، د ویجاړ او زیانمنو شوو برخو بیا رغونه، د بریښنا سیستم ترمیم او تنظیم ترڅنګ نورو اړینو برخو باندې یې کارونه ګړندي روان دي.
دملي پراختیا شرکت مسئولین هڅه کوي؛ ترڅو دیادو روغتونونو دبیارغونې او ترمیم کارونه بشپړ او بیاځلي ېې د خدمت په موخه چمتو کړي.