چهارشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۹
د کاپیسا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په یو شمیر ودانیزو پروژو کارونه روان دي چې یو له هغوی څخه، تګاب ولسوالۍ کې جومات دی.
دا جومات چې په ۵۴۰ مترمربع سیمه کې په ۸ ضلعي شکل کې جوړیږي او د ودانیزو چارو لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له بودجې څخه ورکول کیږي، ودانیږې او تخنیکي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست پرمخ وړي.
دمګړۍ د جومات د بیلابیلو ودانیزو چارو ترڅنګ، د اودس ځای او منارونو ودانیز کارونه روان دي او د پاتې ودانیزو او تخنیکي چارو له بشپړیدو وروسته به پرانیستل شي.