سه شنبه ۲۰ لړم ۱۳۹۹
کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي کې د ورزشي لوبو د ترسره کولو، د ورزشکارانو او د لوبو د نندارچیانو د هوساینې لپاره د لوبو په یو باب جمنازیم د جوړولو چارې روانې دي.
دا جمنازیم به په یو وخت کې د ۱۵۰۰ کسانو د ځائیدو وړتیا ولري او همداراز کیدای شي ورڅخه د کنفرانسونو د تالار په توګه هم کار واخیستل شي.
ددې ورزشي جمنازیم ودانیز کارونه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي.