پنج‌شنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د کاپیسا ولایت کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ کې د مراد خواجه کانکریټي سړک چې ۲،۲ متره اوږدوالی او ۴،۵ متره پلنوالی لري د جوړیدو چارې یې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي.
دغه سړک چې د ملي پراختیا شرکت اړوند افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، مالي لګښت یې د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې لخوا ور کول کیږي.
ددې پروژې د جوړیدو عملي چارې ۱۸ سلنه پرمخ تللي چې د خمروبا سیمه د مرادخواجه له سیمې سره نښلوي او شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ به له دې کانکریټي سړک څخه ګټه پورته کړي.
د یا دونې وړده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ملي پراختیا شرکت د سړکونو رغولو لسګونه پروژې په بیلابیلو ولایتونوکې پیل کړي.