پنجشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰
د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقی کې د یو ورزشی جمنازیم د جوړیدو چارې بشپړې شوی اوپه نږدې راتلوونکی کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
دغه جمنازیم چې پر ۲۰۰۰ مترمربع مساحت ځمکه کې جوړ شوی په یو وخت کې د ۱۵۰۰ نندارچیانو د ځاییدو وړتیا لري.
د یاد جمنازیم دجوړیدو چارې د ملی پراختیا شرکت اړوند بنایی ودانیز ریاست له لوری پرمخ وړل شوی چې مالی لګښت یې د جمهوری ریاست عملیاتی ادارې لخوا ورکړل شوی دی.
د یادونې وړده چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د ۲۷ جمنازیمونو د جوړیدو چارې روانې دي چې یو شمیر یې بشپړ او د ځونانو پرمخ د لوبو ترسره کولو په موخه پراینستل شوي هم دي.