چهار شنبه ۵ لیندۍ۱۳۹۹
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) چې ملي عایداتي سرچینه بلل کیږي او د ۷۰ کیلو متره اوږدوالي په درولودو سره، د افغانستان په ختیځ کې تر ټولو ډيره کرنیزه ځمکه په واک کې لري، ډیره برخه ځمکه ېې له کلونو راهیسې له کرنې او ګټې اخیستنې پاتې او بیا چمتو کیدو ته ېې اړتیا درلوده.
په همدې تړاو تیره ورځ عبدالخیلو سیمه کې د هډې فارم د شاوخوا ۱۷۰هکتاره ځمکې له ډلې،۲۲۰جریبه ځمکه ېې کرنیزو فعالیتونو ته د بیا چمتو کونې په موخه، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د مشر انجنير عبدالقهار حېدري په شتون کې زهير اسحاق قراردادي شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرار داد ورکړل شوه.
دمګړۍ به یاد قرار دادي شرکت، د ننګرهار کانال په تخنيكي همکارۍ سره شاوخوا اتیا جريبه ځمکه، کرنيزو فعاليتونو ته چمتو کوي او هلته به د ماهيانو حوضونه د هېوادوالو د سالمې تفريح لپاره پارک، او د کرکټ لوبغالی هم جوړوي او څیرمه به د کونړ سيند د تخريبي څپو د مهارولو لپاره استنادي ديوالونه او اړوند چارې هم پرمخ وړي.
د یادونې وړ ده له کله راهیسې چې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسؤلیت د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی، ددې شرکت او د ننګرهار کانال رهبرۍ، د کانال د پراختیا او له اړوند ځمکو څخه ېې د ښې استفادې په موخه هلې ځلې پیل کړي چې ورسره د مېوو، لبنیاتو او نورو برخو په تولیداتو کې پراخ زیاتوالی راغلی.