یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰
په کندز پوهنتون کې د دوه بابه لیليو د جوړیدو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټو اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه لیلیې چې یوه يې د انجونو او بله د هلکانو لپاره ده په ۶ زره متر مربع مساحت ځمکه باندې چې هریوه یې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې له ټولواړینو ملحقاتو سره ، ددې پوهنتون اړوند سیمه کې جوړیږي.
دغه لیلیې چې د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لورې جوړیږي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ور کول کیږي چې په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنه محصلینو د ځایدو ظرفیت ولري.
د یا دونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري په بیلابیلو ولایتونوکې د لسو څخه زیاتو لیلیو دجوړیدو چارې روانې دي چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.