دا ودانۍ د سندونو د ساتنې په چارو کې د رڼښت او اسانتیا د رامنځته کولو په موخه په معیاري شکل جوړه شوې او ډير ژر به پرانیستل شي.
یاده ودانۍ چې په څه کم ۱۵۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې له تهکوۍ سره په څلورو پوړونو کې د کندهار ښار لسمه ناحیه کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د بنايي ساختماني ریاست لخوا، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په مرسته جوړه شوې؛ پرانیستل به ېې ددې لامل شي څو په لنډ مهال کې د ځمکو او جایدادونو اړوند چارې په آسانۍ او رڼښت سره ترسره شي.