پنجشنبه۲۰ لیندۍ
کندهار ولایت کې د ځمکو او قوالو ودانۍ چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړیږي، پرانیستو ته نږدې دی.
دا پروژه چې په بشپړو امکانانو او لوړ انجنیري معیارونو سره جوړه شوې، په پرانیستو سره به ېې وخت له ضایع کیدو څخه مخنیوی وشي او مراجعین به وشي کولی خپلې ټولې اړونده کاري اړتیاوې پدې ودانۍ کې تعقیب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ددې ولایت سربیره د ملي پراختیا شرکت په پنځو نورو ولایتونو کې د ځمکو او قوالو ودانۍ د جوړولو عملي چارې پرمخ وړي، چې ځینې ېې پرانیستو ته چمتو دي.