شنبه ۸ غبرګولی ۱۴۰۰
په کندهار ولایت کې د آسان خدمت ودانۍ په بشپړیدوسره به ددې ولایت اوسیدونکو ستونزې هوارې او د عامه خدمتو پروسې به ګړندۍ اولنډې شي.
کندهار ولایت کې د آسان خدمت مرکز د ودانۍ ترمیم چارې د ملي پراختیا شرکت دا فغاني و دانیز ریاست له لوري بیا رغول کیږي،چې شاوخوا ۳۴ اداري خونې لري چې په پرمختللي ټکنالوجۍ به سمبال وي.
ددې ودانۍ دبیاغونې مالي لګښت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري ورکول کیږي، چې څه دپاسه ۹۵ سلنه چارې یې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړه ده چې اوسمهال په کندهار ولایت کې د ملي پراختیا شرکت له لوري په څو لویو ودانیزو پروژو کارونه روان دي، چې د یوشمیرچارې یې دبشپړیدو په حال کې دي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.