چهارشنبه ۲۷ کب ۱۳۹۹
د میرهزار تاریخی جومات د کندهار په دویمه ناحیه کې په۷۶۷ متر مربع ځمکه کې د ملي پراختیا شرکت د افغاني تصدۍ لخوا د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ بیارغول کېږي.
ملي پراختیا شرکت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لسهاوو ودانیزو او ټولګټو پروژو سربیره، د تاریخي آبدو د بیارغونې چارې هم پرمخ وړي، چې له یوې خوا خلکو ته کاري بوختیا او له بلې خوا د هېواد د آبادۍ او تاریخي هویت د ژوندي ساتلو لامل کېږي.