دوشنبه ۹ وری ۱۴۰۰
د کندهار په دویمه ناحیه کې دا تاریخي جومات چې ۷۶۷ متر مربع مساحت لري، د بیارغولو کارونه یې د ملي پراختیا شرکت د افغاني تصدۍ لخوا بشپړې شوې دي.
د یاد جومات مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا ورکول شوې.
ملي پراختیا شرکت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تاریخي آبدې بیارغوي، چې له یوې خوا خلکو ته کاري بوختیا او له بلې خوا د هېواد د آبادۍ او تاریخي هویت د ژوندي ساتلو لامل کېږي.