یکشنبه ۲۳ وږې ۱۳۹۹
کنړ ولایت ته د ملي پراختیا شرکت د اجرائیوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش د سفر په ترڅ کې چې نن د وږي میاشتې په ۲۳نیټه ترسره شو د یو شمیر ودانیزو پروژو څخه لیدنه وکړه چې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت پرمخ وړي.
د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي مشر سره په دې سفر کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار او د کنړ د خلکو استازو عبدالروف شپون او قاري ضیاءالرحمن کشمیرخان او یو شمیر نورو مسئولینو هم ملتیا کوله، په ترڅ کې ېې له والي محمد اقبال سعید، د ولایتي شورا له استازو او مسئولینو سره د لیدنې او په دې ولایت کې د پروژو په کاري بهیر له خبرو سربیره، شیګل ولسوالۍ څخه په راتلونکو کې د پروژو د پلې کیدا په موخه، د سالار باغ لوی جومات او ځینو نورو پروژو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د کنړ والي دې ولایت ته د ملي پراختیا شرکت د مشر او نورو مسئولینو له سفره د هرکلي ترڅنګ، هلته او ټول هیواد کې له پلې کیدونکو پروژو او د ملي پراختیا شرکت له کاري بهیر څخه خوښي وښوده او د ملي پراختیا له مشر ښاغلي عطاش څخه ېې وغوښتل چې د چارو د چټکتیا ترڅنګ؛ کنړ کې د کانونو، د لرګیو د فابریکو، صنعتي پارک او نورو پراختیايي چارو په برخو کې همکاري وکړي.
ښاغلي عطاش هم د ملي پراختیا شرکت د رهبري او ټیم د رښتینو هڅو او بامسئولیته کاري بهیر د ترسره کولو او د ولایتي روغتون د ځنډیدلو چارو د ژر پیل ډاډ ورکړ او زیاته ېې کړه چې د ودانیزو او نورو اړوند برخو کې به خپلې هڅې او همکارۍ ونه سپموي.
د یادونې وړ ده چې په کنړ ولایت او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا دمګړۍ په څو ودانیزو پروژو
کارونه روان دي چې د یو شمیرو چارې به ېې ډير ژر بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.