شنبه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت لخوا د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ په محراب جومات ودانیز کارونه روان دي چې پرانیستو سره به ېې په یو وخت ۶۰۰تنه لمونځ کوونکي ورڅخه استفاده وشي کولی.
یاد جومات د هغو جوماتونو له ډلې څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا د ټول هیواد په کچه ودانیږي.
ددې جومات تر څنګ د کنړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په څو محرابه نورو جوماتونو هم ودانیز کارونه روان دي.