شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰
د کنړ ولایت مرکز اسعد آباد کې د کوید ۱۹ دوسوه بستریز روغتون رغنیزې چارې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه روغتون څلور درې پوړیزه بلاکونه لري چې په ۲۶ جریبه ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه؛ بیړنۍ څانګې، بستر خونې، پخلنځاي، انتظار خونه، جومات، د ساتونکو خونې او نور اړینو ملحقاتو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دی.
د کنړ د کوید۱۹ دوسوه بستریز روغتون د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې عملي چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللي دي.
دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندې ملي پراختیا شرکت په بیلابیلو ولایتونو کې د کوید ۱۹ لسګونه روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.