سه شنبه ۱۹ کب ۱۳۹۹
د نورو ولایتونو په څیر په کنړ کې هم ملي پراختيا شرکت د جمهوري رياست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ یو دوه پوړ لوی جومات، چې په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت لري، ودانیز کارونه يي په بشپړېدو دي.
یاد جومات چې د کنړ په مرکز اسعد آباد په سالار باغ په سیمه کې په ۱۶۰۰ متر مربع ځمکه کې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا ودانېږي.
همداراز په کنړ کې د یادې پروژې سربېره په دوو روغتونو، یو ټولنیز مرکز، یو ورزشي سالون او د سید جماالدین افغان پوهنتون کې په یو لیلېې هم ودانیز کارونه روان دي. څه موده وړاندې د روغتون لپاره یو انتظار خونه د کارونو تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.