د کور جوړولو ودانيز ریاست

د کور جوړولو تصدۍ په ۱۳۴۱ کال کې، چې ۱۹۶۲ زیږدیز کال سره سمون خوري، د ۲۶۲ میلیونه افغانیو لومړنۍ پانګې پر مټ رامنځته شوه. نوموړې تصدۍ په ۴۸ هکټاره ځمکه کې، له وړاندې جوړو شوو ودانیزو قطعاتو د تولید په موخه د ۲۵۰متر مربع استېدنې (رهایشي) ساحې د وړتیا په درلودو سره په کار پیل وکړ. په ۱۳۵۶لمریز کال کې ددې تصدۍ وړتیا ۶۱۰۰۰۰ متر مربع ته ورسېد. د کورجوړونې تصدۍ کې ۵۰۰۰  کارکوونکو په اړونده ساحو  کې خپلې چارې پرمخ وړلې.

لومړي، دويم، درېيم او څلورم مکروريانو د آپارتمانونو جوړول، چې ټولټال لس زره او پنځه سوه استوګنيز واحدونه لري. همدارنګه د ټولګتو وزارت ودانۍ، د پخواني شوروي سفارت او د وزیر محمداکبرخان سړک جوړول، ددې تصدۍ له لاسته راوړنو څخه دي.

نوموړې تصدي د هغه مهال جمهوري ریاست د ۱۳۹۸لمریز کال سلواغې میاشتې د۱۵مې  نېټې د (۲۸مې) ګڼې فرمان له مخې، حقوقي شخصیت بدل او ملي پراختیا شرکت سره یو ځای شوه. د ملي پراختیا شرکت د ټولو بنسټیزو ودانیزو پروژو جوړونه او ودانونه د کور جوړولو ودانیز ریاست تر لاس لاندې دي، او د ودانیو په برخه کې د ملي لومړیتوب لرونکو پروژو په پلي کېدا کې عملاً بوخت دی.