سه شنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۰
د ۳۶ بابه جامع جوماتونو رغنیزې چارې،چې په بیلابیلو ولایتونوکې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې وې، ۲۷ بابه یی اوس بشپړې شوي دي.
ټاکل شوې ده نن سه شنبې دغویي (ثور) میاشتې په ۲۱ نیټه دجوماتونو اونۍ ته د درناوي په پار دهرات، قندهار، پروان، ننګرهار او په کابل کې د امارات ښارګوټي جامع جوماتونه په آنلاین ډول د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري او ۲۲ بابه نور یې هم مهاله په بیلابیلو ولایتونوکې د والیانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه جوماتونه د کابل په ګډون په ۲۵ ولایتونولکه: کندهار، هرات، هلمند، ننګرها، پروان، کاپیسا ، پنجشیر،خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، لغمان، کنړ، نیمروز، زابل، فراه، بلخ، فاریاب، سرپل، سمنګان، جوزجان، کندز، تخار، بدخشان او غزني کې رغول شوي،چې مالي لګښت یې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې له بودجې څخه ورکړل شوی دی.
دیا دونې وړ ده چې په ورته وخت کې دلسګونه بابه نورو جوماتونو رغنیزې چارې په ۳۶ ولایتونوکې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ روانې دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.