‏یکشنبه ۳۰‏وږی۱۳۹۹
‏سمنټ غوري،‏ هویت بغلان‏ تر سرلیک لاندې ‏د ‏بغلان د مدني ټولنو‏ لخوا جوړې شوې غونډه کې د غوري سمنټو له مشرتابه او کارګرو څخه ستاینه وشوه او‏ له ‏فعالیتونو‏ ‏څخه ېې خوښي وښوده.
‏په دې ستاینغونډه کې چې‏ دغوري سمنټو فابریکو د مشر‏ ‏ښاغلي ‏ریاض الدین‏ شریفي، د بغلان د ولا‏یتي شورا منشي‏، ‏د بیلابیلو مدني ټولنو استازو، خبریالانو، لوبغاړو، س‏ینماګرانو‏ ترڅنګ‏،‏ د ‏غوري سمنټو ‏فابریکو‏ یوشمیر کارکوونکو‏ او کارګرو هم ګډون کړی وو‏، په ترڅ کې ېې ‏د بغلان د ولایتي شورا منشي محمد حنیف کوه ګدای‏ او‏ ‏د‏ ‏مدني ټولنو په استازیتوب نوید شکور زاده‏ او یو شمیر نورو ویناوالو ‏خبرې وکړې‏ او‏ ‏د غوري سمنټو فابریکو‏ د رییس‏ ‏له‏ فعالیتونو او ‏د ‏کارګرو ‏له ځ‏یار‏ ‏ایستنې ‏څخه ېې‏ ‏ستاینه‏ ‏وکړه او د‏ ‏غوري سمنټو فابریکو د فعالیتونو د پراختیا او هلته ېې د ترقي بڼ له جوړیدو څخه خوښي وښوده.
‏ویناوالو‏ ‏هر یو په خپل وار سره د ملي پراختیا شرکت، د غوري سمنټو فابریکو له مشرتابه سره د هر راز همکارۍ او تر څنګ ېې د دریدو د ډاډ سربیره وویل: د هغو زورواکو مخه باید ډب شي چې د غوري سمنټو فابریکو په کارونو کې خنډ جوړه وي او د لا پراختیا مخه ېې نیسي.
‏د دې ناستې په ترڅ کې ‏دغوري سمنټو فابریکو مشر ښاغلي ریاض الدین شریفي‏ ‏د فابریکې ‏له ټول‏ ‏کاري پرسونل او ‏په ‏اړوند برخه کې د بغلان له‏ خلکو ‏مننه وکړه ‏او د ملي پراختیا شرکت تر رهبرۍ لاندې ېې د غورۍ سمنټو د فابریکو د لا پراختیا او سمون ژمنه وکړه‏ او وېې ویل له هغې وروسته چې ددې فابریکو مسئولیت د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی ‏د ‏فعال‏یتونو او تولیداتو کچه ېې‏ لوړه شوې او ډير ژر به خپل پخوانی نوم اوځای ترلاسه کړي.
‏د ناستې په پای کې ‏د مدنې ټولنو او خلکو لخوا د غوري سمنټو په مشر او یو شمیر کارګرو ستاینلیکونه وویشل شول‏ او‏ هغوی ته ېې په کار کې د لا بریاوو هیله وکړه.