‏یکشنبه ۳۰وږی۱۳۹۹
‏د ملي پراختیا شرکت ‏اړوند ‏دغصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو‏ لړۍ دوام لري‏ چې په لړ کې ېې داځل‏ ‏د ننګرهار وادي کرنیز ‏شرکت‏ (کانال‏)‏ ۲۳۲‏ جریبه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه ‏کړل شوه .
‏د بهسودو ولسوالۍ‏ ثمرخېلو ‏سیمه ‏کې د هډې فارم ‏یاده ځمکه ‏چې د دريو تنو له لورې غصب شوې وه ‏د ملي پراختيا شرکت اجرائيوي ر‏ی‏يس عبدالرحمان عطاش او ننګرهار والي ضياالحق امرخېل تر رهبری ل‏اندی د غصب شوو ځمکو د استرداد ‏ک‏میسیون په همکار‏ۍ،‏ د عدل‏ي‏ او قضای‏ي‏ اداراتو د پرېکړې پر بنسټ ‏د کانال دولتي ملکيت وګڼل شو‏ه‏ او رسماً دغې ادارې ته تسليم شوه.
‏دا په داسې حال کې ده‏ چې دوه مياشتې وړاندې‏ د کانال ‏شاوخوا سل جريبه ځمکه هم په ‏همدې‏ ساحه کې استرداد شوى ‏وه او د ملي پراختیا شرکت‏ مشرتابه ‏هوډمن دی چې په هر ولایت کې ‏به خپلې اړوند ځمکې‏ ‏له غاصبينو بېرته راوګرځوي‏ او ‏هېچاته ‏به ‏اجازه ورنکړي چې د ‏ددوی اړوند د ‏دولت يوه لويشت ځمکه هم غصب کړي .